تاسو څوک چې د اروپایی ټولنې یا د اروپایي اقتصادي ټولنې څخه دباندې یو هیواد وګړي یا یو بې هېواده وګړي یاست او پلان لرئ چې دلته یو کال یا د یو کال څخه زیاته موده ژوند وکړئ نو په زیاتره مواردو کې باید د دې ځای د نفوسو د احوالو سجل کې راجستر اوسئ. د نفوسو د احوالو ثبتولو سجل کې نوم لیکنې لپاره باید په لومړي ګام کې په سویډن کې د هستوګنې اقامه ولرئ چې کم نه کم یو کال مودې پورې د اعتبار وړ وي.
ډ ټولنې چارې په سمه توګه پرمخ بیولو لپاره مهمه ده چې د نفوسو د احوالو ثبتول د واقعیت او حقیقت سره سمون ولري ځکه چې دا د راتلونکي وخت د کورونو، ښوونځیو، عامه روغتیایي چارو او پالنې په برخه کې د پلان او طرح جوړولو لپاره د اساس حیثیت لري. په دې اساس باید تاسو خپل د اوسېدو په آدرس باندې د نفوسو د احوالو سجل کې ثبت اوسئ. که چېرې تاسو کډه وکړئ نو مکلف یاست چې د مالیې عمومي ادارې (سکاتی ورکت) ته د خپل نوي آدرس په اړه خبرتیا ورکړئ.
ستاسو د کورنۍ هغه غړي چې د اروپایي ټولنې یا د اروپایي اقتصادي ټولنې څخه بهر یو هیواد وګړي دي او تاسو سره یو ځای راکډه کېږي، هم باید د هستوګنې اقامه ولري.
د نفوسو د احوالو سجل کې نوم لیکنې لپاره باید تاسو عریضه وړاندې کړئ چې تاسو په سویډن کې میشته کېدل غواړئ. دا کار د مالیې عمومي ادارې د عامه خدمتونو یو دفتر ته د مراجعې له لارې ترسره کولای شئ. د عامه خدمتونو دفتر ته د مراجعې په وخت باید د ماشومانو په شمول ستاسو د کورنۍ ټول غړي شخصاً حاضر وي. د مالیې عمومي ادارې (سکاتی ورکت) لخوا د نفوسو د احوالو په سجل کې راجستر کېدو څخه وروسته تاسو ته یو لیک دراستول کېږي چې ستاسو پېژند شمېرې (پرشون نمبر) په کې لیکل شوي وي.
که چېرې تاسو د اروپایي ټولنې یا د اروپایي اقتصادي ټولنې (EES) یو بل هېواد کې د هستوګنې اقامه لرئ نو په سوېډن کې د هستوګنې اقامه ترلاسه کولو لپاره باید د کډوالو چارو ادارې تا مراجعه وکړئ.
که چېرې تاسو د هستوګنې اقامه نه لرئ نو باید د کډوالو چارو ادارې ته مراجعه وکړئ ترڅو په سوېډن کې د هستوګنې اقامې لپاره عریضه کولو په اړه مالومات ترلاسه کړئ.
تاسو څوک چې سویډن کې میشت کېدونکي یاست باید لاندې اسناد د مالیې عمومي ادارې د عامه خدمتونو دفتر ته د راتګ په وخت له ځانه سره ولرئ:
پاسپورټ.
1
په سویډن کې د هستوګنې د اقامې کارت.
2
داسې اسناد چې ستاسو مدني حالت څرګندوي، د مثال په توګه نکاح خط. که چېرې مجرد یاست نو مدني حالت څرګندولو ته اړتیا نه لرئ.
مدني حالت په لاندې ډولونو دی:
3
د پیدایښت تصدیق، که چېرې تاسو ماشومان لرئ
4
ستاسو د هستوګنې آدرس په اړه مالومات له ځانه سره یو داسې کاغذ راوړئ چې لاندې مالومات پکې لیکل شوي وي:
5
کله چې د ۱۸ کالو نه کم یو ماشوم وغواړي چې سویډن کې میشت شي نو باید د ماشوم ټول سرپرستان په شريکه عریضه وکړي چې ماشوم سویډن کې میشت کېدل غواړي. که چېرې د ماشوم سرپرست د هېواد څخه بهر میشت وی نو باید په سویډن کې د میشت کېدو په اړه یوه لیکل شوي موافقه وړاندې کړي. هغه ماشومان چې عمر یې د ۱۶ کالو نه پورته وي کولی شي چې د سرپرستانو موافقې څخه پرته په خپله عریضه وکړي.
په پام کې وساتئ چې تاسو باید د ټولو اسنادو اصل له ځانه سره ولرئ چې ستاسو مدني حالت یا اړیکه په ثبوت رسوي.
که چېرې ستاسو پاسپورټ یا نور اسناد د کډوالو چارو ادارې سره پاتې وي نو باید د کډوالو چارو ادارې څخه خپل اسناد وغواړئ او یا د اسنادو یو تصدیق شوی نقل راوړئ.
تصدیق په دې مانا چې یو څوک اقرار وکړي چې نقل د سند اصل سره مطابقت لري. تصدیق کوونکی باید د نقل لاندې لاسلیک وکړي او خپل نوم او د ټیلیفون شمېره ولیکي. د کډوالو چارو اداره تاسو سره د تصدیق په برخه کې مرسته کولی شي.
په پاسپورټ کې د اقامې مهر چې په سویډن کې د اقامې درلودلو ثبوت و، د کال ۲۰۱۵ د مئی ۲۰ څخه راپدیخوا د اعتبار وړ نه دی. تاسو څوک چې لاتراوسه په پاسپورټ کې د اقامې مهر لرئ باید د کډوالو چارو اداره کې یو وخت ونیسئ ترڅو د مهر په ځای د اقامې کارت ترلاسه کړئ.
د کال ۲۰۱۵ د مئی ۲۰ مې نیټې څخه راپدیخوا تاسو د اقامې کارت پرته د شینګن سیمې څخه بهر او بېرته دننه سفر نه شئ کولی.
که چېرې تاسو د هویت یو معتبر سند (د مثال په توګه پاسپورټ) یا په سویډن کې هستوګنې اقامه لرئ نو کولی شئ چې د مالیې عمومي ادارې یو دفتر چې د هویت کارت صادروي، ته مراجعه وکړئ او د هویت کارت لپاره عریضه وکړئ. د مالیې عمومي ادارې لخوا صادر شوی د هویت کارت په سویډن کې د هویت د اعتبار وړ سند ګڼل کېږي. د هویت کارت په مرسته تاسو خپل عمر ثابتولی شئ او د مثال په توګه په درملتون، بانک یا دوکان کې خپل هویت څرګندولی شئ. د هویت کارت په مرسته تاسو د سوېډني ټولنې لخوا وړاندې کېدونکو مرستو او امتیازاتو څخه ګټه پورته کولی شئ. د هویت کارت توزیع کونکي د مالیې ادارې دفتر ته د مراجعې څخه وړاندې د هویت کارت لپاره د عریضې کولو شرایطو په اړه ولولئ.